برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

ټکنالوژي د ځوان نسل پر روغتیا څه اغیز کړی؟

ارواپوهان وایي چې دوی په انسانانو کې د نوي ټکنالوژي زیاتېدو سره نوې کیفیت موندلی، چې ددې کیفیت نوم نومو فوبیا دی، معنا دا چې no mobile phone phobia چې په انسان کې د مبایل نشتوالي په حالت کې لیدل کیږي، او یا د مبایل نه استعمالولو پر وخت لېدل کیږي.
دا کیفیت تر ټولو ځوان نسل اغیزمن کوي، که چیرې پر انسان دغه کیفیت زیات شي له ستر مصیبت او خفګان سره مخ کیږي، او د چاپیریال سره یې علاقه او دلچسپي ختمیږي، څیړونکي دا حالت داسې بیانوي چې دغه کار د انسان عادت جوړیږي چې ځان خلاصول ورته ورڅخه ستونزمن شي.
دغه عادات او بدې پایلې يې په لاندې ډول دي:
کمپیوټر ته زیاته موده کېناستل
کمپیوټر ته زیاته موده کېناستل او دېته دوامدار کتل د سترګو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي، دېته د په طبي اصطلاح Computer vision syndrome ویل کيږي، دا هغه حالت یا ناروغي ده چې انسان ته د اوږدې مهاله کمپیوټر ته کېناستا له امله راپيدا کیږي، چې له امله یې انسان ته سر دردي، سترګو جال جال کېدل یا نظر خړیدل ناروغي راپيدا کوي.
په کار ده چې تر لسو دقیقو ډیر کمپيوټر یا مبایل ته ونه کتل شي، هر لس دقیقې وروسته باید سترګې له شلو څخه تر څلویښت ثانیوو پورې، پورته زور ونېول شي چې پخه تیاره په سترګو راشي او د کمپیوټر ډیسپلی هغه اثرات ترې ختم شي، همدا ډول کمپیوټر ته ډېر په غور او ځير ځیر باید ونه کتل شي او د کمپيوټر روڼتیا Brightness په نورمال حالت کې وساتل شي، نه دا چې ډیره کمه وي او ځیر ځیر کتلو مو اړ کړي او نه دا چې دومره تېزه وي چې په سترګو مو درد راولي.
د ګوتو لپاره زیان
د لاسونو کارپوهان وایي چې د کمپیوټر یا مبایل استعمال پر وخت انسان له خپلو ګوتو څخه ډېر کار اخلي، چې په طبي اصطلاح د tendonitis of thumb په ناروغۍ اخته کیږي، دا د ګوتو دننه هډوکو یوه ناورغي ده، چې په یو ډول استعمال سره راپیدا کیږي او ورسره د ګوتې هډوکي او مړوند کې درد، پړسوب او حساسیت رامنځته کیږي.
د کمپیوټر یا مبایل استعمال خو د ګوتو نه کارولو نه پرته ناشونې دی، نو په کار ده چې ددې استعمال پر وخت هره یوه شېبه وروسته ګوتو ته د خوځولو یا نیغې او کات کولو په واسطه ورزش ورکړل شي.
د ملا او غاړې دردونه
د کمپیوټر استعمال د څو دقیقو خبره نه وي، اکثره خلک په ساعتونو ساعتونو کمپیوټر ته ناست وي او کار کوي، چې پایلې یې خطرناکې وي، او ورڅخه د ملا او غاړې تل پاتې دردونه رامنځته کیږي، او همدا ډول د غاړې شاتنۍ برخې هډوکو او عضلاتو کې ستونزه رامنځته کیږي چې له عملیاتو پرته یې درملنه هم ناشونې کیږي.
ددې لپاره څیړونکي وایي چې څومره شونې وي باید د کمپیوټر کار په ولاړه ترسره شي، خو د کمپیوټر استعمال هم د ناستې نه پرته ناشونې دی، باید هر نیم ساعت یا زیات نه زیات یو ساعت وروسته انسان له خپل ځایه پاڅیږي، له ملا او لاسونو (اوګو، څټ، غاړې) ستړیا وباسي او یو څو قدمه هم واخلي.
تر ډېره وخته ناسته
ښکاره خبره ده چې د کمپیوټر، ليپټاپ او مبایل د استعمال پر وخت د ټکنالوژي او په ځانګړي ډول یو شمېر ټولنیزې رسنۍ او ویبپاڼو سره ډیر تړاو او اشنایي پيدا کیږي، چې زمونږ د لس دقیقو کار په یو ساعت کې هم سر ته نه رسیږي، نو له همدې امله زیاته ناسته هم یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، لکه د زړه ناروغي، شکر او کولیسترول زیاتېدل.
د لیپټاپ غلط استعمال
د ليپټاپ استعمال د ارامتیا لپاره په څو ډولونو ترسره کیږي، څوک یې مخې ته ږدي، څوک په میز، څوک غیږ کې او یا یې په غزولو پښو ږدي او استعمالوي يې، د ليپټاپ استعمال په پښو کیښودلو سره د پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي، چې ورته په طبي اصطلاح Erythema ویل کیږي، دا د پوستکي رنګ بدلوي او یا په کې ټاپې راپيدا کوي، ځکه چې د لیپټاپ څخه وتلې هوا ګرمه وي او بدن ته له اندازې زیات ګرموالی رسوي چې ورسره پوستکي کې تل پاتې ټاپې راپیدا کوي او یا داسې ښکاري چې سوزېدلی وي.
همدا ډول د غږیز او یا ویډیو پورته اواز اورېدلو سره غوږونو ته زیان زسیږي، په غوږ کې د اواز اورېدنې او توجو ساتنې مادې وړتیا کمزورې کوي، د ډاکټرانو د وینا پر اساس باید په ګوشکونو کې نیمه درجه یا هم له دې کم اواز وغږول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي