برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

80 کسان په چین کې د جعلي کورونا واکسین پلورلو لپاره نیول شوي

آریانانیوز: د سات چاینا مارنینګ پوسټ په وینا ، چینايي پولیسو80 کسان د جعلي کوویډ - 19 واکسینونو د پلور په تور نیولي دي...


په بیجینګ ، جیانګسو او شانډونگ کې افسران په زرګونو سرنجونه چې د مالګین محلول څخه ډک وو ونیول. پولیسو ژمنه کړې چې د واکسین اړوند جرمونو به مخنیوي وکړي او په خلکو یې غږ کړی چې د واکسین لپاره یوازې د رسمي چینلونو او دولتي رسنیو له لارې غوښتنه وکړي.

چینايي پولیسو شاوخوا 80 کسان نیولي او د کوویډ – 19جعلي واکسینو 3،000 درملو ضبط کړي دي. دغه کسان تورن شوي چې د ډک شوي مالګین سرنجونه د لوړ قیمت کوروناویروس واکسینو په توګه پلوري.

په بیجینګ او ختیځ ولایت جیانګسو او شانډونګ کې پولیسو په دې عملیاتو کې برخه اخیستې ، د جعلي تولیداتو او پلور ځایونه یې تعقیب کړي او نامعلوم شمیر واکسینونه یې ضبط کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي