برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کلیساوو کې پر ماشومانو جنسي تېري

آریانانیوز: د تحریف شوي عیسویت د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ دویم فرانسیس منلې چې په کلیساوو کې پر کم عمره نجونو او هلکانو جنسي تېري کېږي او په وينا يې له دې امله شرم احساسوي.


دغه پاپ چې په ایریلینډ کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، پر دې افسوس پکار دی، چې ګڼو مشرانو پر دې جنایت پرده غوړولې ده.
پاپ منلې چې په کلیساوو کې د هغو مشرانو له لوري پر ماشومانو جنسي تېري کېږي، چې د دې ماشومانو د روزنې مسؤلیت يې پر غاړه اخیستی دی.
پاپ د شرم دا احساس په ایرلنډ کې خپلو پلویانو ته کړی، د دې هېواد لومړي وزیر وړاندې تر دې هم پاپ تشویق کړی و، چې د دې جنسي تېریو پر ضد دې خوله چوله کړي.
په کلیساوو کې د روزنې او پالنې تر نومونو لاندې ګڼې نجونې او هلکان ساتل کېږي، چې د عیسوي مذهبي مشرانو له لوري پرلپسې د جنسي تېريو ښکار شوي دي.
څو میاشتې وړاندې د امریکا د پنسلوانیا ایالت سترې محکمې یو راپور خپور کړ، چې پکې ۳۰۰ مذهبي مشران د ماشومانو پر جنسي ځورونه او تېريو تورن دي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۲م کال یو الماني عیسوي مذهبي مشر اندریاس اعتراف وکړ، چې په نهو کلونو کې يې پر دریو ماشومانو ۲۸۰ ځلې جنسي تېري کړي دي.
له هغه وروسته په ۲۰۱۳م کال د استرلیا په ویکتوریا کې د کلیساګانو مشر ملبورن دینیس هارټ ومنله چې د دې ایالت په کلیساګانو کې تر ۶۰۰ ډېر ماشومان د جنسي تېريو ښکار شوي دي.
دغه مذهبي مشران مني چې په عام ولس کې پر مذهبي مشرانو او مذهبي ځایونو باور له منځه تلونکی دی او هغه وخت لرې نه دی چې کلیساوې یوازې مذهبي مشرانو ته ور پاتې شي.
تر اوسه د بشري حقونو او د ماشومانو حقونو په برخه کې فعالو ادارو د پاپ د اعتراف په اړه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي