برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کویټه کښې دبم چاودنه

آریانانیوزک دیوراپورپه اساس د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې نن سهار په هزارګنجی مارکیټ ( Hazarganji market)کښې د هزاره قوم( Hazara community) د غړو پرضد ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه شپاړسکسان وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی هم دی .



په وژل شویو کسانو کښې اته کسان د هزاره قوم غړی یو حکومتی ملیشا عسکر او پاتې نور دکانداران ، تاجران اوعادی خلک دی چې په سیمه کښې په کارونو بوخت وو.
په ژوبلو کسانو کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو څلور عسکر هم شته .
ویره شته چې د مړو او دژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شی .
ویل کیږی چې بم د الوګانو(کچالانو) په یوې کڅوړې کښې کیښودل شوی او په ریموټ کنټرول سره الوزول شوی دی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان دکویټه ترهګره بم چاودنه غندلی ده او په هکله یې د پلټڼې د ترسره کولو حکم ورکړی .
دبلوچستان اعلی وزیر جمال کمال هم دغه چاودنه په کلکه غندلی ده .
دپاکستان دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری د هغه مرستیال اصف علی زرداری او د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې ویاندې میرمن مریم اورنګزیت هم دغه ترهګره بم چاودنه غندلی ده .
دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې له تیرو څو کلونو راهسې د شیعه مسلمانانو په تیره بیا دهزاره قوم د غړو پرضد دټروریسټی ډلو حملې ، بم چاودنې او بریدونه روان دی خو حکومت د هزاره قوم دغړو د ژوند په ساتلو کښې ناکامه دی .
دبشری حقوقو لپاره ملی کمیسیون (he National Commission for Human Rights ) تیر کال ویلی وو چې له ۲۰۱۲میلادی کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادی کال په کویټه کښې دهزاره قوم ۵۰۹ غړی په ترهګرو حملو او بم چاودنو کښې وژل شوی او ۶۲۷ نور ژوبل شوی دی .
دپاکستان حکومت له ترهګرو ډلو سره جدی چلند نه کوی .
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې سعودی عربستان، متحده عربی امارات، امریکا ، انګلستان وغیره کوی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي