برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په پاکستان کې د ملکي الوتکې سقوط

آریانانیوز: دیوراپروپه اساس په پاکستان کې د ملکي الوتکې د سقوط له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷ ته ورسېد
دې الوتکې له لاهور ښار څخه د سند ایالت مرکز کراچي ته پر لاره «جناح» نړیوال هوایي ډګر ته نږدې په یوه ګڼ نفوسه سیمه کې له ناستې یوازې څو ثانیې وړاندې د غبرګو ماشینونو د کار پرېښودو له امله سقوط وکړ
په الوتکه کې ټولټال۹۲ مسافر او ۷ د الوتکې عمله سپاره وو، چې له منځه یې تر دې دمه د ۹۷ تنو د وژل کېدو خبرونه تائید شوي. د رسنیو د راپورونو په اساس، د الوتکې د لوېدو په ځای کې ګڼ کورونه تخریب شوي، خو چاته زیان پکې ندی رسېدلی
د پېښې له ځایه مړي او ټپیان روغتونونو او د جسدونو د ساتلو سړخونو ته لېږدول شوي، خو ویل کېږي، زیاتره جسدونه له پيژندلو وتلي او د سیمه ییز حکومت له لوري ورته ځانګړی ټيم ټاکل شوی. د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت «پي ای اې» اجرایوي رییس ارشد ملک تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې الوتکه د تېرې میلادي میاشتې په ۲۱ مه نېټه له مسکو څخه تر راګرځېدو وروسته ترمیم شوې وه، او د الوت وړ بلل شوې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي