برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په پاکستان د هند په هوائي حمله کښې ۳۰۰ تنه ووژل شول

آریانانیوز: د رپوټونو له مخې د هند هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو یو ستر مرکز په نښه کړی دی.


تېره شپه شاوخوا ۳ نیمې بجې د هند هوايي ځواک معراج ۲۰۰۰ الوتکې د پاکستان او هند ګډې پولې ته نږدې د ترهګرو پر مرکز برید کړی دی.
ویل کېږي چې په دې برید کې تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.
راپورونه وایي چې د هند پوځ پر دغه مرکز باندې زر کیلويي بم غورځولی دی او دغه مرکز یې په بشپړه توګه وېجاړ کړی دی.
هند حکومت ادعا کوي چې په یاد مرکز کې د پاکستان د ګڼو ترهګرو ډلو وسله وال روزل کېدل او بیا یې په کشمیر کې جګړه کوله. د پاکستان پوځ هم وایي چې د هند یوه پوځي الوتکه تر کنټرول لاین ددوی لور ته ور اوښتې ده خو په اړه یې تر دې ډېر معلومات نه ورکوي.
هند وروسته له دې دغه اقدام کړی چې په کشمیر کې یې پر پوځیانو خونړی برید وشو. د هند حکومت ژمنه کړې وه چې ددغه برید غچ به اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array