برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په پاکستان دهزار قوم غړیو د امنیت دتضمین غوښتنه

دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې دهزاره قوم د غړیو لوږ تړ(Hunger strike) دوام لری.


دپاکستان وکیلې او سیاسی فعالې جلیله حیدر(Jalila Haider) چې د کویټه دخبریالانو دکلب دباندې د لوږ تړ کونکی کیمپ مشرۍ کوی وویل ترڅو چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا زمونږ د لوږ تړ کیمپ ته نه وی راغلی او دعدالت منګولو ته د قاتلانو د سپارلو او د مذهبی لږکیو د ژوند دساتلو لپاره یې جدی ګامونه نه وی پورته کړی مونږ به لوږ تړ ته دوام ورکړو.
میرمن جلیله حیدر زیاته کړه دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا باید زمونږ د لوږ تړ کیمپ ته راشی او زرګونه کونډو او یتیمو ماشومانو ته ډاډګیرنه ورکړی دکومو میړونه او پلاران چې په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې دترهګرو په لاس وژل شوی دی .
په تیرو څو میاشتو کښې دپاکستان په کویټه ښار کښې له دیرشو(۳۰) زیات هزاره وژل شوی دی خو پولیسو تراوسه هیڅ ترهګر نه دی نیولی .
په پاکستان کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات، اسرائیل او امریکا وغیره کوی .
د هزاره قوم غړی دحکومت لخوا د امنیت دتضمین غوښتونکی دی .
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې له تیرو څو کلونو راهسې د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی ، طالبانو او د نورو وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلو لخوا د هزاره قوم دغړیو وژله روانه ده چې اوس هم دوام لری .
دپاکستان حکومت دهزاره قوم دغړیو د وژلې هیڅ مخه نه ده نیولی او ترهګر په رڼا ورځ ددغه قوم غړی په ډزو سره وژنی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي