برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

په مينځني ختيځ کښې د جنګ د امکان په باره کښې د اردوغان خبردارے

د ترکيې ولسمشر وويل، د سوريې په خاوره کښې د امريکې د فوځي اډو جوړول کېدې شي د دريم نړيوال جنګ سبب شي.
رجب طيب اردوغان په سوريې کښې د امريکې د فوځي اډو جوړول د انقرې په شمول د سيمې د هېوادونو لپاره يو مشکل وبلۀ.
هغه وويل، په سوريې کښې د امريکې شل فوځي اډې جوړې شوې دي چې اصلي مقصد يې په انقرې او تهران باندې دباو راوړل دي.
د ترکيې ولسمشر له سوريې سره د خپل هېواد ګډو پولو ته په اشارې سره زياته کړه، دا په داسې حال کښې دي چې امريکه يا د ائتلاف غړيو نور هېوادونه له سوريې سره د ګډې پولې له لرلو بغېر په سوريې کښې د فوځي اډو جوړول غواړي او دا چاره په سيمه کښې د تاوتريخوالي د زياتېدو په معنا ده.
د سوريې په شمال کښې له کردو وسله والو څخه چې انقره يې ترهه ګر ګڼي د واشنګټن د فوځي ملاتړ په وجه ړ امريکې او ترکيې ترمېنځ تعلقات له تېرو څو مياشتو راهسې خړ پړ شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي