برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په فرانسې کی د خلکو داعتراضونودوام

آریانانیوز: درسنیوله راپور سره سم د فرانسې د زیړو جیکټونو د غورځنګ پلویانو د خپلو اعتراضونو په اوه پنځوسمې اونۍ کښې د پلازمینې پاریس په واټونو کښې مظاهرې وکړې .
د فرانسې د زیړو جیکټونو د غورځ فعالانو او پلویانو پرون د خپلو اعتراضونو په دوام کښې چې څه دپاسه یوکال کیږی پیل شوی دی په پاریس کښې په سړکونو کښې مظاهرې وکړې .
هغوې په شعارونو سره یوځل بیا د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون د حکومت سیاستونه تر پوښتنې لاندې وروستل .
د فرانسې اعتراض کونکو چې د سونګو د بیو زیاتیدا ته په غبرګون کښې یې د تیر میلادی کال له نوامبر میاشتې راهسې خپلې مظاهرې پیل کړی دی میاشتې میاشتې کیږی چې د ولسمشر امانوئل ماکرون د حکومت د اقتصادی سیاستونو په کلی ډول د بدلیدا او له واک څخه د هغه د څنګ ته کیدا غوښتنه کوی .
په عین حال کښې د متقاعد کیدا د مقرراتو د بدلولو لپاره د فرانسې دحکومت پروګرام په هیواد کښې له پراخو نویو مظاهرو او کاربندیزونو سره مخ شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي