برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعمان سلطنت بهرنیو چارو وزارت معین سره د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین لېدنه

مسقط – د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین ډاکتر نصیر احمد اندیشه د ملي امنیت شورا او د ثبت احوال او نفوس د مرکزی ادارې عمومي ریاست له استازو څخه د جوړ شوي پلاوي په سر کې ، عمان کې استوګن افغانانو ستونځو ته رسیدګۍ لپاره هغه هیواد ته سفر وکړ.


ډاکتر نصیراحمد اندیشه د عمان سلطنت بهرنیو چارو وزارت اداري معین محمد بن یوسف الزراقي سره هغه هېواد کې استوګن افغانانو ستونځو ته د رسیدګۍ، د دوه اړخیزو اړیکو ځواکمنول، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي برخو په تړاو او همدغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایی هوکړه لیک لاسلیک کولو اوسوداګریزو مالونو لیږدونې په اړه بحث او خبرې وکړې او دیو بل سره ېې د همکاریو ژمنه وکړه.

ښاغلي زرافي د دواړو هېوادونو تاریخي او فرهنګي مشترکاتو ته په اشارې سره عمان کې استوګن افغانانو څخه رضایت وښود او هغو افغانانو لپاره د اجراآتو ترتیب کې د مالوماتو غوښتونکی شو چې د سفر په موقتی سندونو چې اعتبار نېټه او د ویزی موده ېې ختم شوي، او ختم شوی اقامې سره عمان کې ژوند کوي.

داکټر اندیشه او ملګري پلاوي ېې سعودي عربستان، اماراتو او ایران او قطر کې د هویت تثبیتولو په څېر موضوعګانې مطرح کړې. او د هویت تثبیتولو، د تذکری صادرولو، او بیا له هغه وروسته عمان کې افغانستان اتباعو لپاره د افغانی پاسپوړټونو د صادرولو اسانتیاو په منظور د افغانستان د ثبت احوال او نفوس مرکزی اداری یو ګرځند – سیار ټیم له استولو څخه، مقابل لوري ته وضاحت ورکړ چې عماني لوري د نوموړې پروسې څخه د خوشالتیا څرګندولو په ترڅ کې ، د موضوع حل کولو کار کې ژمنه وکړه .

د دغه سفر په بهیر کې داکتر اندیشه او ورسره ملګری پلاوي د افغانستان په سفارت کې د عمان سلطنت په مسقط کې بیلابیلو ښارونو کې استوګن افغان کډوالو بیلابیلو استاریو سره ولیدل او د افغانانو د ستونځو له اوریدو وروسته ېې، پلاوي د افغانستان د حکومت د ارادي په یادونې سره او د هغه ډاډ په یادولو سره چې عماني لوري څخه ترلاسه شوی ول، د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل.

همدغه راز، افغاني پلاوۍ، د اپریل په دریمه نيټه د عمان د ملي امنیت سلاکار مرستیال سره هم لیدنه وکړه او سربیره پر علافې وړ مسایلو، عمان کې استوګن افغانانو ستونځو پر هواري ېې خبری وکړې چې مقابل لوري هم د دغو مشکلاتو پر حل او په هغه هېواد کې د افغانانو د هویت تثبیت پروسه کې خپل چمتوالی وښود او د همکارۍ ژمنه ېې وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي