برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په سري لنکا کی د ترهګرو چاودنو په اړه اووه تنه ونیول شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د سري لنکا امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د پلازمینې کولمبو ښار د ترهګرو چاودنو په تړاؤ اووه کسان نیولي دي.



پرون د سري لنکا په پلازمینې کولمبو ښار کښې په کلیساؤ، هوټلونو او یو ریستوران کښې پرله پسې د اتو چاودنو له امله ۲۰۷ کسان مړه شوي او څه باندې څلور نیم سوه نور زخمي شول چې پولیسو په دې لړ کښې د اوو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د دې ترهګرو چاودنو پړه تراوسه هیڅ چا په غاړه نه ده اخیستې.
د سري لنکا دفاع وزیر د دې چاودنو په غبرګون کښې وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه د تندلارو ډلو خلاف ټول ضروري اقدامات ترسره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي