برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په سري لنکا کښې خونړيو چاودنه

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د سري لنکا پوليسو وويل، د دغو چاودنو له امله چې نن سحر د کولمبو ښار په سېنټ آنتوني، کاتوواپيتيا او باټيکولوآ کليساګانو او شانګريلا او کينګز بري هوټلونو کښې د مسيحيانو د ايسټر د جشن د مراسمو په وخت رامنځته شوې له يو سل شپېتونه زيات کسان مړۀ او له څلورو سوو نه زيات نور ژوبل شول.
د دغو حملو په وژل شويو او ژوبل شويو کسانوکښې په لسګونوبهرنيان هم شامل دي او د زياترو ژوبلو کسانوحالت سخت بيان شوےدے.
د دغه رپوټ له مخې د سري لنکا وزيراعظم رانيل ويکرېم سېنګهـ له دغو چاودنو وروسته د وزيرانو په ګډون سره هنګامي غونډه جوړه کړه او د ملګرو ملتو د امنيت له شورا يې هم وغوښتل چې په دې اړه دې يوه هنګامي غونډه راوبلي.

هغه د دغه هېواد په کليساو او هوټلونو باندې دغه حملې غندلې او دا يې بزدلانه او د بشريت په خلاف چارو وبلله او د سري لنکا له خلقو يې وغوښتل چې له ارامښت او زغم څخه کار واخلي.
همدارنګ د ايران د اسلامی جمهوريت خارجه وزارت، د ترکيې خارجه وزير مولود چاووشاوغلو، د آسټريليا د بهرنيو چارو وزارت، د هند وزيراعظم نرېندر مودي او د نورو هېوادونو چارواکو دغه ترهه ګريزې حملې سختې وغندلې او د سري لنکا له حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي سرګنده کړه.

شریک یي کړئ!