برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په رومانیا کې زرګونه کسانو پرون شنبه بیا د خپل حکومت پرضد مظاهره وکړه.

آریانانیوز: مضاهره کوونکو چې د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ښار پر مرکزي څلور لارې را غونډ شوي وو، د خپل هېواد بېرغونه لېږدول.


اعتراض کوونکي د حکومت تبدیلي غواړي.
هغوي وايي چې حکومت يې په وروستیو کې په قوانینو کې داسې بدلون راوستي چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي.
په رومانیان کې تر دې یوه ورځ مخکې په مظاهره کې د تشدد راپور ورکړ شوی و.
چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې ۴۴۰ تنه زخمیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو چې ۲۰ تنه یې د مظاهرو ضد پولیس وو.
د رومانیا ولسمشر کلاسو یوهانیس چې د خپل هېواد د چپ اړخې مقننه قوې له سختو منتقدانو دی، له مظاهره چیانو سره د پولیسو چلند ظالمانه بللی دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي