برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په توهین رسالت تورنې انجلۍ له خوشې کېدو وروسته لاریونونه پیل شوي

آریانانیوز: د پاکستان سرتېرې محکمې د هغې عيسايي نجلۍ د خوشې کولو امر کړی، چې په ۲۰۰۹ کال يې د يو شمېر خلکو پر وړاندې د پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکې خبرې کړې وې او وروسته يې په ۲۰۱۰ کال کې محکمې ته په خپل جرم اعتراف وکړ او محکمې په اعدام محکوم کړې وه، خو سترې محکمې يې نن د خوشې کولو امر کړی دی.
د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار ويلي، چې هر تورن کس، که د پيغمبر عليه السلام په شان کې په جرم تورن وي، بايد د دفاع حق ورکړی شي او دغه قانون بايد د ناسم استعمال پر ځای په سمه طريقه وکارول شي او له همدې امله يې نن يې د ايسه مسيح د خلاصون امر کړی دی.
پاکستان کې د توهين رسالت سزا اعدام ده، يو شمېر چارواکي د توهين رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کوي.
په دغو چارواکو کې يو هم د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثیر و، چې د ایسه مسيح د خلاصون لپاره يې هلې ځلې کولې او د توهين رسالت د سزا قانون يې «تور قانون» بللی و، چې بيا هغه مهال د خپل يوه ساتونکي ممتاز قادري له لوري په ډزو ووژل شو.
د پاکستان تروريزم ضد محکمې ممتاز قادري د سلمان تاثير د وژلو په غچ کې اعدام کړ، خو د پيغمبر علیه السلام په شان کې توهين کوونکې مسيحي نجلۍ اسيه مسيح يې نن خوشې کړه.
د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د محکمې د دې پرېکړې پر ضد لاريونونه روان دي او د محکمې دا پرېکړه يې غندلې ده.
د پاکستان تحريک لبيک ګوند د محکمې د پرېکړې پر ضد پلازمېنې اسلام اباد، راولپينډۍ، لاهور او نورو ښارونو کې پراخ لاريونونه پيل کړي، سړکونه يې بند کړي او خپلو پلويانو ته يې امر کړی، چې د سترو مظاهرو او لاريونونو لپاره پلازمېنې اسلام اباد ته ځان ورسوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي