برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ترکیه کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم بیړنی غونډه

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په استنبول ښار کښې د ترکیې په کوربه توب د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ.


شاه محمود قریشي وویل: د اسلامي ملګرتیا تنظیم د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا بیړنۍ غونډه به له اسلامه ویرونې سره د مقابلې لپاره د اسلامي امت د یو موټي کولو، په دې لړ کښې د موثرو لارو چارو د اجرا او د هغې د خطرناکو پایلو د څیړنې په موخه، د مارچ په دوویشتمه نیټه په استنبول کښې ترسره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم داشان څرګنده کړه چې دا پریکړه د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره له ټیلیفوني خبرواترو وروسته کړې ده.
د نیوزي لینډ له ترهګرې پيښې وروسته د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم له خپل تُرک همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم د کوربه په توګه د ترکیې له خوا د بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ!