برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په بحرین کی پرملکی خلکو باندی دحکومتی عسکروبریدونه

آریانانیوز: د بحرین د ۲۰۱۱ میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د انقلاب د اتمې(۸) کلیزې په مناسبت د ال خلیفه رژیم پوځیانو او ګوډاګیانو دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې په مظاهره چیانو حملې وکړې .


د بحرین دخلکو انقلاب د ۲۰۱۱ میلادی کال دفرورۍ دمیاشتې په یولسمه (۱۱)نیټه د شیعه مسلمانانو پرضد د ال خلیفه رژیم له توپیر په ډکو او فرقه پالو سیاستونو اعتراض کښې پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
دبحرین بیلا بیلې سیمې د فرورۍ د څوارلسمې (۱۴)نیټې په لمانځلو کښې د ولسی مظاهرو په ډګر او ددغه انقلاب د دوام په اعلان بدلې شوی دی .
دبحرین په مظاهره چیانو د ال خلیفه رژیم د عسکرو په نن ورځې حملو کښې یوشمیر کسان ژوبل شوی او ځینې کسان ونیول شول .
د ال خلیفه رژیم عسکرو په تیرو څو ورځو کښې د ولس د سوله ایزو اعتراضونو د پیلیدا د اتمې(۸) کلیزې په نږدې کیدا سره دخلکو نیول او په کورونو حملو کول پیل کړل .
دبحرین خلک د ۲۰۱۱ میلادی کال له فرورۍ میاشتې راهسې د سوله ایزو مظاهرو په ترسره کولو سره د ازادۍ ، عدالت او د یوه(۱) منتخب حکومت واک ته د رسیدا غوښتنه کوی خو ال خلیفه رژیم له مخالفانو سره دخبرو پرځاې هر کال ګڼ شمیر خلک نیسی او بیا یې اعداموی ( پانسی ) .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي