برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ال خلیفه په محکمو کې د فکر د بندیانو لپاره درنې سزاګانې

آریانانیوز: د ال خلیفه محکمو د تنکیو ځوانانو په ګډون یو شمیر د فکر او عقیدې بندیان له ۳ څخه تر ۱۰ کلونو بند محکوم کړل.


د بحرین د ملي اتحادیې کارونکي حساب په ټویټر کښې لیکلي: د ال خلیفه رژیم محکمو د دریو کم عمره ماشومانو په ګډون یو شمیر فکري بندیان له دریو څخه تر لسو کلونو پورې په بند محکوم کړي دي. د بحرین د وفاق ملی ټولنې هم د بحرین د بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

سازمانونه لکه د بشري حقونو د څار ډله، امریکایان د ډیموکراسۍ لپاره ، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ لپاره اروپایی مرکز، د بشري حقونو د مطالعاتو لپاره د قاهرې مرکز د بشري حقونو د تحرک او فعالولو مرکز، ټول په ګډه د مرګ د سزا په وړاندې ، د بحرین د قانون او ډیموکراسۍ انسټیټیوټ او د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره د سولې سازمان ټینګار کړی دی چې ال خلیفه رژیم د بحرین د خلکو آزادۍ سلب کړی او بندیان یې شکنجه او ځوروی .

د ال خلیفه رژیم د دغه هیواد د خلکو اعتراضونه په تر ټولو سخته ممکنه توګه ځپلی او د دروغو په بهانه یې بندیان او شکنجه کوی .

شریک یي کړئ!