برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په امریکا کې د زندانۍ پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي څخه د اسلام د پرېښودلو غوښتنه

آریانانیوز: په امریکا کې د زندانۍ پاکستانۍ ډاکټرې (عافیه صدیقي) خور فوزیه صدیقي وايي :«زندان کې عافیې ته ویل کېږي که اسلام پرېږدي زر تر زره به خوشې کړل شي.


فوزیه صدیقي دا خبرې نن له رسنیو سره وکړې نوموړې وویل: «زندان کې په عافیه صدیقي باندې ظلم او تشدد کېږي اوآن هغه لمانځه او عبادت ته هم نه پرېښودل کېږي».
د عافیه صدیقي نوم وروسته تر هغه د خبرونو سر ټکی وګرځېد چې تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر< عمران خان» په نوم د «عافیې صدیقي» د لیک خبر رسنیز شو . ددې لیک اصل بڼه که څه هم له رسنیو سره نه ده شریکه شوې خو ویل کېږي چې په دې لیک کې عافیې «عمران خان» خپل اتل یاد کړی او له هغه یې غوښتي څو ددې د خلاصون په اړه اقدام وکړي .
فوزیه صدیقي په دې اړه وايي: امریکا د عافیې د خلاصون په بدل کې پاکستان ته ځینې شرطونه اېښي چې له هغو څخه یو یې د «پاکستان او امریکا تر منځ د مجرمینو د تبادلې » شرط دی چې په مټ یې امریکا هر وخت کولای شي خپل مجرمین له پاکستان څخه وباسي.
که څه هم تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د خارجه وزارت ویاند په خپل ټويټر باندې لیکلي چې: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن «الیس ویلز» پاکستان ته د خپل سفر په مهال د عافیه صدیقي موضوع راپورته کړې وه او پاکستاني چارواکو ته یې ډاډ ورکړی وو چې د هغې د خلاصون په دې اړه به کوټلي ګامونه اخلي.
عافیه صدیقي پاکستانۍ ډاکټره، د ۲۰۰۸ م کال د جولای په میاشت کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه د نامعلومو کسانو په مټ ترور شوه چې څو میاشتې وروسته په افغانستان کې په یوه امریکايي محکمه کې راڅرګنده شوه نوموړې د تحقیق په مهال له یوه ولاړ عسکر څخه ټوپک واخست او په شاوخوا امریکایانو یې ډزې وکړې په دې حمله کې که څه هم امریکایانو ته کوم زیان ونه رسېد خو امریکا ته د عافیې د انتقال او هلته د درنې سزاء د ګاللو لامل شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي