برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په امریکا کې د دوامداره ناکراریو په اړه اندیښنه

آریانانیوز: درسندیوپه رپوټ د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو د سه شنبې په ورځ په امریکا کې د یو تور پوستې له وژلو وروسته په راوان پیښو باندې حیرانتیا وښوده او خبرداری یې ورکړ چې کاناډا په امریکا کې راوانې پیښې په ډیر غور سره څاري
همداشان هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لاریون کونکو په خلاف د پوځ د را غوښتنې احتمال په اړه د پوښتنې په ځواب کښې غلی پاتې شو
تیره دوشنبه، په مینیاپولیس کې د امریکې یو سپین پوستې پولیس افسر په لاس د جورج فلایډ په غمجنه وژنه ټول هیواد د توکمپالنې پروړاندې له پراخو لاریونونو سره مخ شو
دې جرم د امریکې خلک په غوسه کړي ، خو پولیس او امنیتي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ په حکم لاریون کونکو ځپوي
حتی نور غیر تور ښاریانو د تورونو د توکمپالنې په ضد لاریونونو کې برخه اخیستې
په امریکا کښې په وروستیو ورځو کښې په راپورته شوې لاریونو کښې، د څو خبریالانو په ګډون سلګونه کسان ټپیان شوي او نیول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي