برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په امريکا کې دکرونا وایرس د مړو شمېر له بل هر هېواد نه زيات شو

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد امريکا د جانز هوپکينز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په امريکا کې د کرونا وبا له کبله د مړو شمېر له بل هر هېواد پورته شو
دغه پوهنتون چې د کرونا وايرس د وروستي ارقامو څيړنې کوي وايي، کرونا وبا به په راتلونکو اونيو کې امريکا له حيرانونکي خطر سره مخ کړي
د تازه شمېرو له مخې په امريکا کې په پرلپسې څلورمه ورځ له ۲۰۰۰ زيات کسان مړه کيږي، چې اوسمهال دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۲۰۵۸۰ کسانو ته پورته شوی دی‌
دا په داسې حال کې چې امريکا تر دې دمه په کرونا د احته کسانو شمېر هم له بل هر هېواد زيات دی، د ننۍ شمېرو له مخې د ناروغانو شمېر له ۴۳۰زرو زيات ښودل شوی دی
بل لوري ته ايټاليا کې ورځ تر بلې له دغې ناروغۍ څخه د مړو شمېر کچه ټيټيږي چې تر دې دمه ۱۹۴۶۸ کسان مړه شوي دي. د ايټاليا حکومت هېواد بشپړ ګرځبنديز د مۍ مياشتې تر ۲مې وغځوه
د عامې روغتیا کارپوهان وايي چې د متحده ایالاتو د مړو شمیر به د دوبي په اوږدو کې ۲۰۰زره ته لوړ شي، خو که چیرې خلک په کور کې د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره پاتې شي او سوداګريز فعاليتونه بند شي ممکن له دغه ناورين څخه وژغورل شي
کرونا وايرس د امريکا په ټولو ۵۰ ايالتونو کې ځای پر ځای شوی چې تر ټولو زيات يې د نيويارک ايالت ځپلی دی، چيرې چې تر دې دمه ۱۸۱زره کسان ناروغان شوي او له ۸ زرو زيات په کې مړه شوي دي
امريکا کې د کرونا وايرس وروستۍ شمېرې
کرونا – وروستی شمیرې
533,115ټولې پيښې
20,580مړه شوي
30,502ژغورل شوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي