برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له سل زرو نه زیاتیدا

آریانانیوز: درسنیوپه راپورپه اساس په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ سوه زرو ته نږدې شوی، چې له سل زرو زيات يې په امريکا کې دي.
د امريکا پلازمېنې واشنګټن کې د جان هاپکنز پوهنتون طبي څېړنې ښيي، په ټولو متحده ايالتونو کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر سل زره ۷۱۷ ته رسېدلی او تر اوسه يې له ۱۵۵۴ مړه کړي دي
په امريکا کې د شاوخوا پنځه سوه زره کسانو د کرونا ويروس ازموينې شوي د
په امريکا کې د کورنا ويروس د خپرېدو له امله د ټرمپ پر ادارې سختې نيوکې کيږي او د هغه منتقدين وايي، حکومت د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ناغېړي کړې، چې له امله يې د واشنګټن او نيويارک سربېره په ګڼو ايالتونو کې د کرونا مثبتې پېښې زياتې شوي دي
د امريکا کانګريس له کرونا سره د مبارزې لپاره د دوو سوو ميلياردو ډالرو بودجې منظوري ورکړې او ولسمشر ټرمپ په دې اړه له حکومتي او اپوزيسيون استازو مننه کړې ده د امريکا په تاريخ کې دا تر ټولو ستره بودجه بلل شوې ده
سپينه ماڼۍ وايي، دا بودجه به د روغتيا سربېره په کورونو کې بندو خلکو سره د مرستو لپاره وکارول شي
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، اوسنۍ او راتلونکې څو اونۍ د امريکا لپاره ډېرې ترينګلې دي او هيله يې ښکاره کړې، چې د اپرېل مياشتې تر نيمايي به په امريکا کې کرونا ویروس ختم او ژوند عادي حالت ته وګرځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي