برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر امریکايي ديپلوماتانو بندیزونه لګول

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو رسمي مکتوب له لاري پر امریکايي دیپلوماټانو یو لړ محدودیتونه اعلان کړي او زیاته کړي یې ده چې سر له نن نه به په اسلام آباد کې د امریکا سفارتي چارواکي د دغو بندیزونو په عملي کولو مکلف وي.


پاکستان دا ګام وروسته له دې اخیستی چې امریکا په واشنګټن کې پر پاکستاني ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړل. له دې بندیزونو وروسته پاکستاني ديپلوماتان نه شي کولی، چې له ټاکلې محدودې زیات په امریکا کې د ننه سفرونه وکړي.
پاکستاني رسنیو د یاد مکتوب جزئیات په دې ډول یاد کړي: د پاکستان په هوایی ډګرونو کې د تګ راتګ پرمهال به د امریکایی
دیپلوماتانو سامان آلات د ویانا د تړون سره سم تلاشي کیږي.
امریکایی دیپلوماتان به د پاکستاني چارواکو له اجازې پرته تګ راتګ نشي کولای.
د امریکایی دیپلوماتانو پر موټرو به د تورو هیندارو لګول منع وي.
په هغه موټر کې به امریکایي دیپلوماتان سفر نشي کولای؛ پر کوم چې دیپلوماتیک نمبرپلیټ نه وي لګیدلی.
امریکایی سفارتکار به د بایومیټرک له تصدیقي سیسټم نه پرته پاکستانی سیم کارت نشي اخیستلای.
که څه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ ناندرۍ د ډونلډ ټرمپ د نوي سویلي اسیا ستراتیژۍ له اعلان سره سم را پورته شوي، خو څه موده وړاندي چې په اسلام آباد کې یوه امریکایی دیپلومات یو پاکستانی موټر سایکل چلوونکی په ترافیکي پېښه کې وواژه. د دواړو هیوادونو اړیکي نوري هم ترینګلي شوي ، ویل کیږي چې دغه ديپلومات تر اوسه په پاکستان کې ګرځول شوی او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي