برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان ته د هند خبرداری

آریانانیوز: د هند د دفاع وزارت په يوې بيانيه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ او د کشمير په کنټرول لائن کښې په بې وجې ډزو کولو باندې د پاکستان په تورنولو سره اسلام آباد ته خبردارے ورکړ چې د دغو تحريک کونکو اقداماتو دوام به سخت عواقب ولري او نوے ډيلے به ورته پرېکنده ځواب ورکړي.
د هند د دفاع د وزارت په بيانيه کښې راغلي دي چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د پاکستان فوځ د کشمير په کنټرول لائن کښې په فوځي او غېر فوځي سيمو حملې کړې دي. په دغه بيانيه کښې وويل شول چې د هند فوځ به دغو ډزو ته پرېکنده ځواب ورکړي.
په 2003 کال کښې د هند او پاکستان ترمېنځ د ډزبندۍ د موافقه ليک باوجود دواړه هېوادونه يو بل د کشمير په کنټرول لائن کښې د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ تورنوي.
د هند او پاکستان ترمېنځ د تاوتريخوالي نوے دور د کشمير په پلوامه سيمه کښې په هندي فوځيانود جيش محمد ترهه ګرې ډلې د فرورۍ د څوارلسمې له ترهه ګريزې حملې او د لږ تر لږ څلور څلوېښت کسانو له وژل کېدو وروسته شروع شو.
د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ډزبندۍ د موافقه ليک د خلاف ورزۍ په اړه پاکستان ته د هند خبردارے له اسلام اباد سره د تاوتريخوالي له دوام او د هند په اقتصادو او ملي امنيت باندې د هغه له اثراتو څخه د نوي ډيلي د اندېښنو په چوکاټ کښې دے.
د جيش محمد ډلې د پټېدو د ځايونو د تباه کولو په بهانه د پاکستان په خاوره د هند د جنګي الوتکو له حملې وروسته د دواړو هېوادونو ترمېنځ د محدودې فوځي جګړې په غلي کېدو سره د دغو دواړو ګاونډي هېوادونو چارواکي د تعلقاتو د بحالولو په لټه کښې دي.
له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره د هند په اختيار کښې د اطلاعاتو د تعقيبونې لپاره د چمتووالي په باره کښې د پاکستان د فوځ د لوړرتبه چاوراکو څرګندونې او د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې د لانجې رامنځته کونکو ټولو موضوعاتو لپاره له نوي ډيلي سره خبرو اترو ته د اسلام آباد د ګروهنې په اړه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان وېنا او د تاوتريخوالو د ختمولو د ضرورت په باره کښې د هندي چارواکو دريځ نيونې د اختلافاتو د هواري لپاره د هغوي د پاليسۍ ښودنه کوي چې په داسې حالاتو کښې د خبرواترو اصل ته پاملرنه ډېره سټراټيجکه چاره ده.
هند او پاکستان له خپلو وروستيو فوځي محدودو نښتو نه ترمخکښې پورې جنګ ته د وردانګلو له نه تلافي کېدونکو نتائجو زيات خبر نه وو. که څه هم دغه دواړه هېوادونه د خپلو تعلقاتو د تاريخ په اوږدو کښې درې ځل جنګ ته داخل شوي دي خو اوسني حالات هر اړخيز جنګ ته د هغوي د وردانګلواجازه نه ورکوي.
هند چې د خپله پاليسي يې له اته فيصده نه زيات اقتصادي ودې د اندازې د پوره کولو په بنياد اېښودې ده هيڅکله له نورو هېوادونو سره د هر ډول تاوتريخوالے نه خوښوي او جنګ د داسې يو مقصد لپاره هلاک کونکي زهر بولي او له بلې خوا پاکستان هم چې د ترهه ګرۍ په بحران او سختو اقتصادي مشکلاتو کښې ښکېل دے له هند سره جنګ ته په وردانګلو سره به له ډېرو لويو خطراتو سره مخامخ شي.
نو د دغو ملاحظاتو د شتون په بنياد دي چې هند او پاکستان د يوې محدودې فوځي جګړې وروسته د دواړو هېوادونوترمېنځ د تاوتريخوالي د ختمولولپاره د خپل هرکلي ښودنه کوي.

شریک یي کړئ!