برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان ته د سعودي شهزاده سفر

آریانانیوز: پاکستانۍ رسنۍ لیکي، ټاکل شوې د سعودي عربستان ولي‌عهد شهزاده محمدبن‌سلمان راتلونکې اوونۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي. ده دې هېواد ته له سفره مخکې تیاریانې پیل کړې‌دي او د عیش‌وعشرت ژوند د تېرولو ځېنې شیان یی له مخکې پاکستان ته لېږلي دي.


د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له‌مخې، د سعودي عربستان شهزاده ورتګ ته نه یوازې خپله شهزاده بلکې پاکستان هم د هغه د دوه ورځني سفر له‌پاره چمتوالی نیولی‌.
ویل کېږي چې ده په‌دې سفر کې په پلازمېنې اسلام‌اباد کې دوه ستر هوټلونه په بشپړه توګه نیولي او دوه نور هوټلونه یې کرایه کړي.
پاکستانۍ رسنۍ لیکي، د شهزاده سلمان د سفر له‌پاره د عربستان د رسنیو خبریالان له مخکې د هغه د خبري پوښښ له‌پاره دې هېواد ته رسېدلي.
دغه راز د شهزاد محمد‌بن‌سلمان ډاکټران او امنیتي ساتونکي هم پاکستان ته رسېدلي او د دې دوه ورځني سفرله‌پاره یې د ورزشي، خوب او کېناستلو ځانګړي وسایل، فرنیچر او نور اړین توکي په ۵ بېلابېلو لویو موټرو کې پاکستان ته رسولي.
ویل کېږي چې له سعودي شهزاده سره تلونکې ډله به د اسلام‌اباد په شخصي او له مخکې نیول شويو هوټلونو کې مېشت وي؛ خو تمه ده چې شهزاد محمد‌بن‌سلمان د پاکستان په «وزیراعظم» هاوس کې شپې تېرې کړي.
د سعوي عربستان ولی‌عهد شهزاده د پاکستان د لومړي وزیر عمران‌خان په رسمي بلنه د لومړي ځل له‌پاره د پاکستان په سفر ځي چې ښایي دوه اړخیز تړونونه هم لاسلیک کړي.
د یادونې ده چې پاکستان کې د ځېنو مرغانو ښکار جرم دی؛ خو دغه هېواد عربي شهزادګانو ته د ښکار ځانګړې اجازه ورکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي