برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان استرالیا لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې کلین سویپ کړه

آریانانیوز: د پاکستان او استرالیا ترمنځ په درې شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې توپ اچونکي ښه وځلیدل چې د استرالیا لوبډله یې د کمو منډو هدف پوره کولو کې پاتې راوستله.


د درې شل اوریزو لړۍ کې پاکستان استرالیا ته په درې صفر کلین سویپ سره ماتې ورکړه، چې په مرسته یې پاکستان لوبډلې لس پرلپسې د شل اوریزو سیالیو لړۍ وګټلې.
په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه پاکستان لوبډلې وکړه، چې د معمول په څېر یې په دغه سیالۍ کې لومړي توپوهونکي په ځانګړي ډول «بابر اعظم» ښه وځلېدل، خو وروستي توپوهونکي يې ناکام شول چې په مرسته یې استرالیا لوبډلې ته په ټاکلي شل اورونو کې ۱۵۱ منډې هدف وټاکه.
استرالیا لوبډلې د تېر په څېر یو وار بیا غلطیانې تکرار کړې او د اوږدې ملګرتیا جوړولو پرځای یې ستر شاټونه غوره وګڼل چې له کبله یې ویکټې له لاسه ورکړې، دوی په دغه سیالۍ کې ۱۱۷ منډې جوړې کړې او د ۳۳ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
له دې وړاندې په لومړۍ دوه سیالیو کې هم د استرالیا لوبډلې توپوهونکي ناکام شوي وو چې له کبله یې په سیالیو کې په ستر توپیر ماتې خوړلې وه.
د پاکستان لخوا بابر اعظم په درې سیالیو کې دوه نیمه سلیزې ووهلې او ټولې یې ۱۶۳ منډې جوړې کړې، چې د یادو سیالیو غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه، شاداب خان د درېیمې سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
یاده دې وي چې د پاکستان او استرالیا لوبډلو تر منځ د دوه ټیسټ سیالیو لړۍ هم په یو-صفر پاکستان لوبډلې ګټلې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي