برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ ته د جنرال باجوه ځواب

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ له یوه تلویزون سره خبرو کې وویل، چې پاکستان د دوی لپاره هیڅ نه دي کړي او هسې يې د ده په وینا میلیاردونه ډالر ورکړي دي.


هغه زیاته کړه، پاکستان زموږ لپاره معمولي کار هم نه دی کړی، خو په بدل کې مو میلیاردونه ډالر ورکړي، چې زه يې پرې بندوم.
له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، ټرمپ ملامت کړ، چې په افغانستان کې د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي.
عمران خان وویل، امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او هڅه کوي چې د دې ناکامۍ ملامتي پر پاکستان واچوي.
هغه زیاته کړې چې امریکا ورته ۲۰ میلیارده ډالر ورکړي، خو پاکستان ۱۲۳ میلیارده ډالر زیان کړی او ۷۵ زره وګړي يې دې جګړه کې وژل شوي دي.
تازه د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور د لوی درستیز قمر جاوید باجوه په حواله لیکلي، چې پاکستان دې جګړه کې ډېره بیه ورکړې ده.
هغه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د کرارۍ لپاره هڅه کوي خو د پاکستان درنښت او خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.
امریکا په داسې حال کې پر پاکستان د مرستو ورکولو بندیز لګوي، چې د دې هېواد رسنۍ وايي، عربي متحده اماراتو او چین ورسره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنه کړې.

شریک یي کړئ!