برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

وحشی ډول صهونیسټی عسکرو دخپلو جنایتونو په دوام کې څلور نور فلسطینیان شهیدکړل

دفلسطین دروغتیائی چارو د وزارت ویندوی اشرف القدره وئیلی دی ، پرون دبیرته ستنیدا دحق دستر لاریون په څلورمې جمعې ورځې وحشی ډول صهونیسټی عسکرو دخپلو جنایتونو په دوام کې څلور نور فلسطینیان هم شهیدان او کابو شپږ نیم سوه نور ټپیان کړی دی .



د فلسطین د غزې تړانګې د اوسیدونکو د :بیرته ستنیدا دحق : نومې سوله ایز لاریون چې پرون ئې څلورمه جمعه پوره شوی ، د تیرمارچ میاشتې له دیرشمې پیل شوی اوهماغه راز دوام لری .
په دغې مودې کې تر پرون ناوخته پورې د تیریګر اوجنایتکار صهونیسټی رژیم د وحشی ډوله عسکرو په لاس څه دپاسه څلویښت فلسطنیان چې ښځې او ماشومان هم په کې ترسترګو کیږی ، شهیدان او څه دپاسه څلور زره نور ټپیان شوی دی . دغه لاریون د ۱۹۷۶کال د ماارچ په دیرشمه نیټه دفلسطنیانو د ټاټوبی دمصادره کولو په زمینې کې دصهونیسټ رژیم دفیصلې د یادونې دکلیزې په موقعه شوی چې هر کال ترسره کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي