برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

هنیه: د فلسطیني بندیانو خلاصون د حماس د لومړیتوبونو په سر کې دی

آریانانیوز: د حماس د دفتر مشر اعلان وکړ: د صهیونیسټي رژیم له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خلاصون د حماس د لومړیتوبونو په سر کښې دی.


د حماس د غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د صهیونیسټی رژیم له زندانونو څخه د فلسطینی بندیانو خلاصون د حماس له لومړیتوبونو څخه وباله.

د الجزیرې د خبر له مخې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خلاصون د حماس د لومړیتوبونو په سر کښې دی او مونږ به هیڅکله خپل بندیان یوازې پرې نه ږدو.

څو ساعته مخکې د فلسطيني بنديانو سازمان اعلان وکړ چې د اسراييلي زندانونو له مديريت سره د ليکلي تړون له مخې به د اکټوبر په دوهمه نېټه د لوږې په اعتصاب کې بندي خليل العواودة آزاد شي.
فلسطیني زنداني د راتلونکې اکټوبر میاشتې له پیله د خپل خلاصون له پاره د لیکلي موافقې له ترلاسه کولو وروسته خپل د نه خوړلو اعتصاب وځنډاوه.

په دې اساس خلیل العواوده د لوږې په وسلو سره د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو په مقابل کې بریا ترلاسه کړه چې په وروستیو ورځو کې یې د هغه د سخت بدني حالت له پامه غورځولو سره یې هڅه وکړه چې د هغه د نه خوړلو له اعتصاب څخه ځان بې تفاوته وښيي.

خلیل العواوده د اکتوبر په دوهمه به د شپږ میاشتني لوږې له اعتصاب وروسته د ازادۍ خوند وڅکي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي