برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نواز شریف په 10 او لور یې په اوه کاله بند محکومه شوه

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د فساد پر ضد جوړي شوي د احتساب محکمې پر پخواني لومړي وزیر نواز شریف د ۱۰ کاله بند حکم صادر کړ او لور یې په اوه کاله بند محکومه شوه.


د ایون فیلډ ریفرنس په نامه دغه محکمه د نواز شریف، لور او زوم کیپټن صفدر پر خلاف له تیرو لسو میاشتو څخه را پيل شوې وه چې بالاخیره یې نن فصیله واوریدل شوه.
نواز شریف، لور او زوم یې د حکم پر مهال په محکمه کې حاضر نه وه، ځکه چې نواز شریف د خپلې ښځې د ناروغۍ په بهانه دا مهال په لندن کې د لور سره یو ځای میشت دی.
خو نواز شریف او لور یې د محکمې څخه غوښتي وه چې اقلا یوه اونۍ دي د وروستۍ پریکړې اعلان وځنډول شي تر څو دوی محکمې ته په دغه موده کې حاضر شي، خو محکمې د ټولو اړخونو د دلیلونو اوریدلو وروسته د نواز شریف غوښتنه رد کړه.
د محکمې لخوا پر نواز شریف د لس کاله بند تر څنګ ۸۰ لکه برتانوي پاونډ جرمانه، پر لور یې د ۷ کاله بند سربېره ۲۰ لکه پاونډ او زوم یې یوازي په یوه کاله بند محکوم شوی. د پریکړې سره سم د دغې قضيې اړوند د نواز شریف او لور په نامه ټول غیر منقوله املاک هم باید ضبط شي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه نواز شریف په فساد کې د ککړتیا له امله له وزیر اعظمۍ څخه هم لیري کړل شوی وو

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي