برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

نایجریا کې د بوکو حرام په برید کې ۳۷ تنه وژل شوي

د بوکو حرام ترهګرې ډلې د نایجیریا په شمال ختیځ کې پر یوه کلي په برید کې لږ تر لږه ۳۷ تنه ملکي وګړي ووژل.


په افريقا کې وسله والې ملېشې د دې لويې وچې يوه له لويو ستونزو څخه بلل کېږي، په داسې حال کې چې د بې وزلۍ تر څنګ د امنيت نشتوالى اوس په افريقايي هېوادونو کې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: دغو وسله والو چې ګومان کيږي د بوکو حرام تروريستان دي د نايجريا په شمال ختيځ کې په يوه کلي بريد وکړ او په خلکو يې ډزې وکړې او هټيو او کورونو ته يې اور ورته کړ. په دغه خونړي حمله کښې لږ تر لږه ۳۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عيني شاهدان وايي، چې د دې بريد د قربانيانو د شمېر د زياتېدو احتمال شته ځکه تر اوسه د یو شمېر هېوادوالو د برخلیک په اړه معلومات نشته او وېره ده چې په ځنګلونو کې د ترهګرو په تعقیب سره به د مړو شمېر نور هم زیات شي.

سیمه ییز چارواکي ټینګار کوي چې تر اوسه د انساني تلفاتو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي او احتمال شته، چې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

لومړني اټکلونه ښيي چې د سلو کلیوال ورک شوي دي.

لومړني اټکلونه د سلو کلیوالو ورکیدل ښیي.

شریک یي کړئ!