برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شیخ الزکزاکی او د نایجریا دحکومت نوی تور

د کادونا ولایت لوړې محکمې د شیخ ابراهیم زکزاکی پر خلاف د غیرقانونی غونډو او ارامښت خرابولو په څیر د نویو تورونو د مطرحولو ترڅنګ ادعا کړی،د هغه پلویانو خطرناکې وسلې درلودلې.


شیخ ابراهیم الزکزاکی له خپلې میرمنې سره د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۳مه نیټه د نایجریا د کادونا ولایت په زاریا ښار کښې پر یوې حسینیې د پوځیانو د حملې په مهال ونیول چې په دغه حمله کښې د شیخ زکزاکی د دریو زامنو په شمول په سلوګونو تنه شهیدان هم شول .که څه هم څه موده وروسته د نایجریا لوړې محکمې د هغوئ د آزادولو حکم صادر کړ خو حکومت او پوځ د دغه حکم منلو ته غاړه کینښودلهږاوس د شیخ زکزاکی له نیولو د دوو کلونو په تیریدا سره او په داسې حال کښې له بدنی پلوه کمزور او په ناروغیو اخته شوی،د کادونا ولایت محکمې د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر پر خلاف نوی تورونه مطرح کړی دی په دې اړه د اسلامی غورځنګ ویندوی عبداللهی یولا،د شیخ زکزاکی پر خلاف د نویو مطرح شویو تورونو په بې بنسټه بللو سره هغه یې د خپل مشر د غیرقانونی نیولو د دوام لپاره د نایجریا حکومت د هڅې په لړ کښې وګڼل.
د شناندو په وینا،د نایجریا دولت د شیخ زکزاکی د غیرقانونی نیولو په هکله د عمومی افکارو فشار ته په غبرګون کښې دغه نوی تورونه مطرح کړی دی.مودې کیږی چې د نایجریا مسلمانان د اعتراضیه غونډو په جوړولو سره له قانون سره سم د شیخ زکزاکی د آزادولو غوښتنې کوی خو حکومت د مسلمانانو پر ضد د خپلو غلیمانه سیاستونو لمن پرخه کړی ده. ځه موده وړاندې د نایجریا پولیسو او پوځ پر اعتراضکونکو په حملې سره د شیخ زکزاکی یو شمیر پلویان ژوبل کړل.
په دې باب د نایجریا د اسلامی غورځنګ یوه غړی،عبدالمومنی ګیوا وویل:مونږ به د شیخ زکزاکی د آزادولو لپاره خپلو سوله ایزو غوشتونو او اعتراض ته دوام ورکړو او هیڅکله به په تاوتریخوالی لاس پورې نه کړو.
د نایجریا د مسلمانانو پر ضد تاتریجن او غلیمانه اقدامات په داسې حال کښې زیات شوی چې زیاتره څارونکی د دغو کړنو ریښه په نایجریا کښې د آمریکا،اسراییلو او عربستان د سیاستونو پایله ګڼی.ډیره موده کیږی چې صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د خپلو سیاستونو په ناکارندوالی پسې په افریقا کښې د خپل نفوذ د زیاتولو او ملګرو جوړولو لټه کوی.عربستان هم هغه بل هیواد دی چې په افریقا د خپل نفوذ لپاره هڅه کوی.د ریاض د غوښتنو په بدل کښې د دغې سیمې له هیوادونو سره پټې او ښکاره مالی او پوځی مرستې،د عربستان حکومت هڅې پاته شوی دی.په دې مینځیومیان کښې د واشنګټن په پټو او ښکاره مرستو هم سترګې نه شوی پټول کیدای.په نایجریا کښې د دغو هیوادونو نفوذ په داسې حال کښې دی چې د مسلمانانو پر ضد یې غلیمانه سیاستونه ټولو ته روښانه دی.نو ځکه داسې ښکاری،پر شیخ الزاکزاکی د نویو تورونو لګول هم د نایجریا پر مسلمانانو د فشار د زیاتولو او غلیمانه سیاستونو د دوام یوه برخه ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي