برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملګری ملتونه دې دکشمیردخلکو د وژلو د درولولپاره فوری اقدام وکړی

دپآکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دملګرو ملتو له سرمنشی غوښتی، د هندی پوځیانو په لاس دې د کشمیر د خلکو د وژلو د درولو لپاره سملاری ګام پورته کړی .



هغه دچین په بیجینګ کې دآسیائی بوائو غونډې (بی او اې او )په څنډې کې د ملګروملتو له سرمنشی آنتونیو ګوترش سره په کتنې کې ووئیل ، پر کشمیریانو د هندی عسکرو دوامدارې حملې واقعا اندیښمنونکی دی او باید تعقیب اووسپړل شی .
دپاکستان لومړی وزیر په دغې کتنې کې همداراز ووئیل ، دملګروملتو د دستور العملونو او همدناراز د کشمیر د ولس دغوښتنې په اساس باید د دغې نیواکی سیمې مشکل د تل لپاره حل شی .
د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوترش هم په دغې کتنې کې د کشمیر په باب د پآکستان د لومړی وزیر دخبرو په تائیدولو سره د دغې سیمې وضعیّت نامناسب وبالۀ او زیاته ئې کړې ده ، د دغه بحران دحل لپاره باید سملاسی اقدام وشی .
دملګروملتو امنیت شورا په ۲۰۱۶کال کې د هندی عسکرو له خوا د کشمیر د خلکو دځپنې په غبرګونو کې دهندوستان په ضد یو پریکړه لیک تصویب کړی ؤ . هندوستان کلونه کلونه کیږی چې د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره ئې دجمو کشمیر زیاتره سیمې له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی دی او داسې کومه ورځ نشته چې د کشمیریانو جنازې اوچتې نشی او په لسګونو کشمیریان زندانی نشی . دکشمیر خلک د کشمیر سیمې د وضعیّت د ټاکنې لپاره د ټول پوښتنې دترسره کولو لپه باب د ملګروملتو دامنیت شورا دپریکهړه لیک د اجرا غوښتنه کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي