برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملګرو ملتو د روهینګیا قام د کډوالو له کړکیچنو حالاتوپه اړه اندیښنه څرګنده کړې

آریانانیوز: د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس پرون وویل: روهینګیايي مسلمانان چې د میانمار له کمپونو د تیښتې لپاره یې سلګونه ډالر لګولي وو، اوس چې کشتۍ یې نیول شوې او کیمپونو ته ستانه شوي دي، تش لاسي او اړمن شوي دي.


د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس ټینګار وکړ: دا کډوال د خوړو لپاره هیڅ نه لري او ملایشیا یا انډونیشیا ته د تلو په هیله قاچاقچیانو ته ورکړې خپلې پیسې بیرته نه شي اخیستې.
خبر زیاتوي چې خبریالان هم د حکومتي ځواکونو له شتون پرته د روهینګیايي کډوالو کیمپ ته د ننوتو اجازه نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي