برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي عوامي ګوند د ځوانانو کمیټه لغوه کړه او مشر یې وشړئ

د پاکستان د پښتنو لوی قومي ګوند ملي عوامي خپل د ځوانانو (نیشنل یوت ارګنایزیشن) مرکزي کمیټه ځکه ماته کړه چې ددغه کمیټې مشر محسن داوړ د منظور پښتین د تحریک ملاتړ وکړ.
د راپورونو سره سم د ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان د ځوانانو کمیټې څخه محسن دواړ لیري کړی او له دغې کمیټې څخه یې نور غړي هم شړلي دي.
عوامي نیشنل ګوند پر خپل فیسبوک پاڼه د محسن داوړ د لیري کولو په اړه ویلي چې د دوی د ګوند غړي د نورو ګوندونو په فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه لري.
په ټولنیزو پاڼو کې د نیشنل عوامي ګوند دغه کار په پراخه کچه غندل شوی او ویل شوي چې نیشنل عوامي ګوند ددې پر ځای چې د پښتنو د حقوقو لپاره اواز اوچت کړي، خپل هغه غړي له ګونده شړي چې پر پښتنو غیرت کوي او د پښتنو د حقوقو غوښتونکو څخه ملاتړ کوي.
منظور پښتین په نامه د وزیرستان یوه ځوان په دې وروستیو کې د پښتنو د حقوقو لپاره سیاسي تحریک پيل کړی چې نوم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ورکړی او د پښتنو په نامه پخواني ګوندونه یې د ځان لپاره ګواښ بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي