برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مسلمانان دامریکا اولویدیځی ترهه ګرۍ قربانی دی

آریانانیوز: الشرق الاوسط انټرنیتی سایټ پخپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دی ، د الازهر پوهنتون مشر او شیخ الازهر احمد الطیب په دغه پوهنتون کې په یوه کنفرانس کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ځینو کسانو چې ځانونه ئې له دین سره تړلی دی ، له دینه دخپل تیروتی درک په دلیل ئې اسلام ته ډیر تاوان رسولی دی .
شیخ الازهر زیاته کړې ، په اسلام او نورو دینونو کې کې د ترهه ګرۍ ریښې نشته ، بلکې دنړۍپه امپرالیزم نظام کې ده چې له دینه او ځینو اخلاقی ارزښتونو په ځینو موردونو کې د خپلو مالی او مالی مسئلو لپاره ناوړه استفاده او ورسره تجارت کوی .
شیخ احمد الطیب وئیلی ، دترهه ګرۍ په وړاندې مشکوکه چپتیا وسلوالو ډلو ته امکان ورکړی ، څو خپلو ترهه ګرو جنایتونو ته له اسلام سره نسبت ورکړی او له دینی نامو د ځوانانو د غولولو او جذبولو لپاره ناسمه استفاده وکړی .
هغه روښانه کړې ، اروپایان اوامریکایان هم هڅه کوی ، اسلام او تاؤتریخوالی له یوه بل سره اړونده وګڼی او باید دا حقیقت دلویدیځوالو لپاره روښانه شی ، چې داسلام جوړښت له ترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالی لیرې دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي