برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محمد بن سلمان: موږ له اسراییل سره ډېرې ګټې لرو

د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اعتراف کړی چې عربستان له اسراییل سره ډېرې ګټې لری. دا په حقیقت کې د ریاض او تل آویو د اړیکو ورځ په ورځ زیاتوالی په برخه کې یوه بله اشاره وه.



د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له آتلانتیک ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی چې، د سولې پلی کېدو په صورت کې به د اسراییل، د خلیج فارس د مرستې شورا غړو هېوادونو او د مصر او اردون په څېر هېوادونو ترمنځ به ډېرې ګټې رامنځته شی.
دی په دې اړه چې آیا د نیولو شویو یوې برخې ته د لاس رسی په موخه د فلسطین خلکو حق ته باور لری که نه وویل: زما په اند دا د اسرایلیانو او فلسطینیانو حق دی چې په خپله خاوره کې ژوند وکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي