برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

متحده عربی اماراتو ته د صهیونیسټ رژیم د ارتباطاتو وزیرسفر

صهیونیسټ رژیم د ارتباطاتو وزیر(Minister of Communications) ایوب کارا (Ayoob Kara) وویل روان کال په یوه(۱) کانفرنس کښې دګډون لپاره متحده عربی اماراتو ته سفر کوی.


دا متحده عربی اماراتو ته د صهیونیسټ رژیم د یوه(۱) چارواکی لومړنی ښکاره او رسمی سفر دی .
هغه وویل زه د صهیونیسټ رژیم د ارتباطاتو دوزیر په توګه دوبۍ ته دعوت شوی یم .
د صهیونیسټ رژیم رسنیو دغه سفر د متحده عربی اماراتو او د اسرائیلو د رژیم ترمینځ د اړیکو تودیدل بللی دی .
له تیرو څو کلونو په تیره بیا په عربستان کښې واک ته د ولی عهد محمد بن سلمان له رسیدا وروسته له صهیونیسټ رژیم سره د فارس خلیج دعربو هیوادونو اړیکې ډیرې تودې شوی دی .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو څو ځله له ځینو عربو هیوادونو سره د پردې شاته د اړیکو په اړه اعتراف کړی خو ددغو عربو هیوادونو مشران دعمومی افکارو دمنفی غبرګون له ویرې ددغو اړیکو له ښکاره کولو ډډه کوی .

شریک یي کړئ!