برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له پوځی اډې سره دیمن دخلکو مخالفت

آریانانیوز: دیمن په ختیځ کښې د المهره (Al Mahrah,)ولایت دمرکز د حوف ولسوالۍ خلکو پرون د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان د پوځی اډې له جوړولو سره مخالفت وکړ.


هغوې وویل یوازې د ځایی امنیتی ځواکونو لخوا د پوځی اډو له جوړولو سره موافق دی .
سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دیمن په المهره ولایت کښې د ځینو عناصرو په وسلو د سمبالولو اقدام کړی .
متحده عربی اماراتو چې دغه ولایت دخپل هیواد یوه(۱) برخه معرفی کوی ددغه سیمې ځینو قبائیلو ته د متحده عربی اماراتو تابعیت (Citizenship) ورکړی دی .
دیمن المهره ولایت د تیر میلادی کال له اپریل میاشتې راهسې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د پوځیانو پرضد د مظاهرو کتونکی دی .
د المهره ولایت خلکو مخکې هم د تیلو د انتقال د نل لیکې په جوړولو کښې د سعودی عربستان په اقدام اعتراض کښې مظاهرې کړی وې .

شریک یي کړئ!