برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له حکومته د مرستې په تمه، د یو مقتول ټولې کورنۍ اسلام پرېښود

آریانانیوز: د هندوستان د اتر پردېش ایالت د باغ پت ښار ته څېرمه پور نواډا کلي کې یوې مسلمانې کورنۍ د عدالت موندنې په لټه اسلام پرېښود.


د دې کورنۍ مشر اختر علي، چې اوس يې پر ځان نوم درم سینګ ايښی دی، وايي کورنۍ يې د اکتوبر په دویمه اسلام پرېښود.
دی وايي تېره جولای کې يې د ۲۲ کلن زوی ګلشن مړی وموندل شو، خو پولیسو يې په اړه پاڼه وانه ړوله او غږ يې نه اوري.
دوی چې د «یووا واهني بهارت» ډلې له دینه اړولي، هغوی ورته یو کور د موقت وخت لپاره ورکړی او د عدالت ژمنه يې ورسره کړې ده.
د اختر علي بل زوی دلشاد چې اوس يې پر ځان دلیرسینګ نوم ايښی دی وايي له دوی سره د ډېرې همکارۍ ژمنې شوې او د وژل شوي ورور لپاره يې انصاف غواړي.
د دلشاد مېرمن رقیه وايي، د کور ټول غړي يې هندوان شوي، خو که هرڅه کېږي دا به مسلمانه پاتې وي.
د هندوستان حکومت دوه میاشتې وړاندې هم امر کړی و، چې د څلور میلیونه مسلمانانو تابعیت به بېرته واخلي او له هنده به يې وشړي.

شریک یي کړئ!