برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له حسن نصر الله سره دیمن د انصار الله پلاوی کتنه

آریانانیوز: دلبنان المنار ټیلی ویژن نن سهارد راپور په اساس د یمن د انصار الله غورځنګ د ویاند محمد عبدالسلام په مشرۍ ددغه غورځنګ یوه (۱)پلاوی د لبنان د اسلامی مقاومت دغورځنګ حزب الله له مشر حسن نصر الله سره کتنه او خبرې وکړې.


د لبنان په پلازمینې بیروت کښې د حزب الله له مشر حسن نصر الله سره د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ د ویاند محمد عبدالسلام کتنه دیمن پرضد دامریکا او دسعودی عربستان د بې رحمانه کلابندۍ او دتیری په بهیر کښې د یمن دملت د کړاونو دایشوا کولو لپاره د انصار الله غورځنګ د پرله پسې هڅو په لړ کښې ترسره شوی ده .
د یمن پلاوی او دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله په دغه کتنې کښې د یمن په سیاسی او انسانی حالت او په نړیوالو او سیمه ییزو بدلونونو غور وکړ .
د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د یمن پرضد د سعودی عربستان له بې رحمانه تیری سره په مقابلې کولو کښې د یمن په وړاندې د لبنان دحزب الله غورځنګ د مشر حسن نصر الله د اصولی او زړورو دریځونو قدرونه وکړه .
محمد عبدالسلام په ۲۰۰۶ میلادی کال کښې دصهیونیسټ رژیم په مقابل کښې په درې دیرش(۳۳) ورځنی جنګ کښې دلبنان د ملت د بریالیتوب د دولسمې(۱۲) کلیزې په مناسبت مبارکی وویله او هغه یې د ټولو ملتونو بریالیتوب وباله .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array