برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له اسراییلوسره د اماراتود اړیکوپر عادی کولوباندی نیوکی

آریانانیوز: د المیادین خبری چینل د راپورله مخی د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ یوه لوړ رتبه غړی احمد المدلل په امریکا کی د اماراتو سفیر د مقالې د خپرولو په غبرګون کی په پوځی او امنیتی ډګر کی له صیهونیسټ رژیم سره د ابوظهبۍ د ملګرتیا وړاندیز د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناک وباله .
ده همداراز په سیمه کې د صیهونیسټانو د شتون د پیاوړتیا لپاره د ځینو عربی هیوادونو په هلو ځلو هم اندیښنه څرګنده کړه .
له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د دغو هیوادونو هڅه په داسې حال کی ده چی دغه رژیم د فلسطینانو په ځپلو سربیره په ډیرو اسلامی عربی سیمو کې ډیر جنایتونه کړی دي .

شریک یي کړئ!