برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له اسرائیلوسره د هرډول اړیکو له عادی کیدوسره دحماس غورځنګ مخالفت

دیورپوټ په اساس د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس مشرانو نن سهار وختی دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،مونږ هغه څرګندونې چې پر فلسطینی ټاټوبی باندې د صهونیسټانونیواکګری تائیدوی ، په سخته محکوم کوو او کرغیړنې ئې ګڼو .



دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د صهونیسټ رژیم د موجودیّت په باب دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پخپلې اعلامیې کې اعلان کړی ، حماس غورځنګ دقدس له نیواکګر رژیم سره داړیکو عادی کول چې په هره بڼه وی ،په کلکه ردوی .
په دغې اعلامیې کې همداراز له دښمن سره د اړیکو دعادی کولو دهرې بڼې د ختمولو او په هغو ټولو سیاستونو دبیا کتنې غوښتنه کړې ، چې د عربو ملتونو له غوښتنې سره په تضاد کې دی .
دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس په دغې اعلامیې کې زیاته کړې ، مونږ دفلسطین د ولس دتل پاتې پیاوړتیا ا و دصهونیسټی شیانو د بایکاټولو او د دغه تیریګر اونیواکګر رژیم دمنزوی کولو دسیاست د دوام غوښتونکی یوو .
له دې یوازې څلور ورځې وروسته چې صهونیسټی وحشی رژیم په غزې کې په سوله ایز لاریون کې ګډون کونکی نولس فلسطنیان شهیدان کړل ، د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان دصهونیسټ رژیم او عربانو ترمینځ داړیکو دعادی کیدا له بهیره په ملاتړ سره ، د دغه وحشی اوتیریګر رژیم موجودیّت په رسمیّت وپیژنۀ.
دسَعودی عرب ولی عهد دامریکا له آټلانټیک خپرونې سره په مرکې کې په ډاګه وئیلی دی ، زه باؤری یم داسرائیلیانو پشمول درست خلک حق لری پخپل ټاټوبی کې ژوند وکړی

شریک یي کړئ!