برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له اسرائيلي رژيم سره د ارتباط په اړه د پاکستان واکدارانو ته خبردارے

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې فضل رحمان پرون د پاکستان په ډېره اسماعيل خان ښار کښې د مظاهره کونکو په ټول کښې تاکيد وکړ،جمعيت علمای اسلام ګوند به د ځينو هغو حکومتي چارواکو په مقابل کښې چې له صهيونېسټ رژيم سره د دوستۍ اراده ولری په پوره قوت سره ټينګ اودريږي.
هغه زياته کړه، د عمران خان د حکومت په راتلو سره د پاکستان ځينې چارواکي د اسلام آباد لخوا د صهيونېسټ رژيم په رسميت پېژندلو د حتمال په اړه خبرې کوي.
فضل الرحمان د دې په بيانولو سره چې د يو خپلوااکه هېواد په توګه د اسرائيلو منل په فلسطين کښې د دغه رژيم د جنايتونو او نيواکګريو د منل په څېر دي، زياته کړه، په اقتدار کښې د عمران خان په راتلو سره صهيونېسټانو په نيواکي زمکو کښې جشن او خوشحالۍ جوړې کړې.
د فضل الرحمان دغه وېنا په داسې حال کښې ده چې د پاکستان د بهرنيوچارو د وزارت وياند محمد فېصل په دې وروستيو وختونو کښې وويل، اسلام آباد صيونېسټ رژيم په رسميت نه پېژني او د فلسطين د خلقو د حقوقو ملاتړے دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array