برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

قدس به تل د فلسطین پلازمینه وی

د لبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پرون په بیروت کښې له فلسطین سره د پیوستون په څلورمې(۱) نړیوالې غونډې کښې وویل د فلسطین د مسلې حل لاره دامریکا په لاس کښې نه ده بلکې باید دامریکا په جنایتونو تمرکز وشی .
هغه وویل دامریکا فیصلې مهمې نه دی او قدس به د فلسطین د همیشنۍ پلازمینې په توګه پاتې شی او وسله وال مقاومت دفلسطین د بیرته ستنولو لپاره لومړنۍ لاره ده .
دلبنان دحزب الله دمشر مرستیال وویل هغه عرب مشران چې له اسرائیلو سره داړیکو د عادی کولو کوشش کوی په خپلو ملتونو دحکومت کولو حق نلری .
د قدس مفتی شیخ محمد حسین په بیروت کښې له فلسطین سره د پیوستون په څلورمې(۴) نړیوالې غونډې کښې ټینګار وکړ قدس دصهیونیسټانو له ترټولو بدوحملو سره مخ دی او صهیونیسټ نیواکګران دنویو قوانینو د تصویبولو له لارې په فلسطین کښې د اسلامی او دعربی تمدن د له مینځه وړلو هڅه کوی .
دقدس مفتی دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس د اعلانولو په اړه دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال د دسمبر دشپږمې(۶) نیټې فیصلې ته په اشارې سره وویل دغه اقدام د بشردوستانه او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي