برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

فلسطيني ځوان د اسرائيلي پوځيانو پر ټولي موټر خيژولی

د اسرائيلي ښکېلاګرو دفاع وزارت ويلي، چې د غزې په تړاډه کې يوه فلسطيني ځوان د اسرائيلي عسکرو پر ټولي موټر خيژولی، چې يو عسکر يې وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د اسرائيلي چارواکو په وينا بريدګر په تېښته بريالی شوی و، چې وروسته ونيول شو.
عربي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي عسکرو د یهودانو له ناقانونه مېشت سيمو څخه لیدنه کوله، چې فلسطیني ځوان پرې موټر وخېژاو او درې اسرائيلي عسکرو ته يې په مرګ ژوبله واړوله.
د غزې په لويديځه تراډه کې د یهودانو ابادۍ د نړيوال قانون له مخې ناقانونه او په غصب شوې ځمکه کې دي، خو اسرائيل د نړيوال قانون له منلو انکار کوي او امریکا هم د اسرائيلو څرګند ملاتړ کوي.
اسرائيلي چارواکي وايي، چې بريدګر الکباه نومېده، پخوا يې هم بند تېر کړی او يو کال وړاندې له زندانه ازاد شو.
د اسرائيلو دفاع وزارت ويلي، چې بريدګر بايد په مرګ محکوم شي او کور يې ونړول شي.
د فلسطين جهادي ډلې حماس د دې بريد ستاينه کړې، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا بريد دوی کړی دی.
د غزې په نورو سيمو کې هم د مظاهره چيانو او اسرائيلو عسکرو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.
د امریکا ولسمشر د تېر کال په وروستيو کې القدس شريف د اسرائيلو پلازمېنه اعلان کړې وه، اسرائيلو يې هرکلی کړی، خو د فلسطين په ګډون ټولې اسلامي او غربي نړۍ يې مخالفت کړی دی.

شریک یي کړئ!