برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فرانسه کې د چړې بريد پر مهال اووه کسان ټپيان شوي

آریانانیوز: د فرانسې پلازمېنې پاریس کې يوه بريدګر په چړې اووه تنه ټپيان کړي، چې د څلورو هغو روغتيايي وضعيت ترينګلی بلل شوی دی.


د پاريس پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې بريدګر افغان دی او اوسمهال د پوليسو له لوري ترې څېړنې روانې دي.
د پوليسو په وينا پېښه له ترهګرۍ سره تړلې نه ښکاري.
راپورونه وايي، په ټپيانو کې دوه برتانوي سيالانيان هم دي.
دا پېښه پر ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې د پاريس په ختيځ کې يوې سينما ته څېره شوې ده.
د فرانسوي رسنيو په وينا بريدګر ناببره پر خلکو د چړې بريد وکړ، چې د يوې ښځې په ګډون د څلورو ټپيانو وضعيت ترينګلی دی.
په دغه بريد کې دوه برتانوي سيلانيان هم ټپيان شوي دي.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د خپلو اتباعو د ژوند او روغتيا په اړه يې پلټنې پيل کړي او د فرانسې چارواکو سره په اړيکه کې دي.
د بريدګر د هويت په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم د پېښې لامل تر اوسه په ګوته شوی دی، خو پوليس وايي، چې پېښه له ترهګرۍ سره تړلې نه ښکاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي