برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عمران خان له رياض څخه د ترلاسه شويو مرستو تفصيلات نه شم اعلانولې

آریانانیوز: د پاکستان وزيراعظم د دې په اعلانولو سره چې هېواد يې له چين او سعودي نه د غټو مرستو پېکجونه حاصل کړي دي وويل: له رياض څخه د ترلاسه شويو مرستو تفصيلات نه شم اعلانولې.


عمران خان وويل، که د دغو پېکجونو تفصيلات څرګند شي نو کېدې شي نور هېوادونه هم دغه توقع ولري خو دومره ويلې شم چې د دغو مرستو اندازه ډېره زياته ده.
د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، چين د پاکستان لپاره د مالي مرستې ډېر غټ پېکج په نظر کښې لرلے دے چې کېدې شي د بيجنګ د بهرنيو مرستو ترټولو غټ پېکج وګڼل شي چې تر اوسه يې نورو هېوادونو ته نۀ دے ورکړے.
عمران خان وويل، د خپلو خبرو له بدلولو نه تر هغه ځايه چې د هېواد د حالاتو د ښه کېدو سبب کيږي ويره نه لري او خپلې تېروتنې په آسانۍ سره مني.
له پاکستان سره د سعودي د مالي مرستو د تفصيلاتو نۀ وړاندې کولو په باره کښې د عمران خان موقف په داسې حالاتو کښې وړاندې شوے دے چې دغه مسئله په دې وروستيو هفتو کښې د دغه هېواد د رسنيو يا مېډيا په يوې اصلي موضوع بدله شوې ده.
له دې مخکې هم د پاکستان وزيراعظم له اسلام آباد سره د مالي مرستو له کولو څخه د سعودي د توقعاتو په باره کښې ويلي وو، رياض په دې اړه څه شرط نه دے وړاندې کړے.
عمران خان دغه څرګندونې له دې وروسته وکړې چې د پاکستان يو شمېر ګوندونو له اسلام آباد سره د دولس ميليارډ ډالرو د مالي مرستې په بدله کښې د سعودي د توقعاتو په باره کښې اندېښنه څرګنده کړه او د دغه هېواد د وزيراعظم لخوا يې د دغې مسئلې د په ډاګه کولو غوښتنه وکړه.
په پاکستان کښې دا اندېښنه موجوده ده چې له دغه هېواد سره د مالي مرستو په بدله کښې د سعودي يوه توقع د رياض په ماجرا لټونکو پلانونو او منصوبو کښې د اسلام آباد برخه اخېستل دي چې تر ټولو مهمه يې د يمن د بې ګناه خلقو په خلاف جنګ دے چې سعودي ائتلاف له دغه جنګ څخه د څه د پاسه دريو کلونو له تېرېدو وروسته بندون ته رسېدلے دے.
البته د امريکې د خارجه وزير له وېنا وروسته چې له پاکستان سره له دولس ميليارډ ډالري مرستې سره د سعودي د موافقې د خبر له خپرېدو وروسته يې وکړه په دې باره کښې په پاکستان کښې اندېښنې له زياتې شوې.مائک پومپئو ويلي وو چې دا اميد لري چې پاکستان به د امريکې له سيمه ايزو پروګرامونو سره لا زياته ملګرتيا ولري.
له دغو حالاتو سره سره له پاکستان سره د سعودي د مالي مرستو د تفصيلاتو د نۀ اعلانولو په اړه د عمران خان وروستۍ وېنا به د دغو مرستو په بدله کښې له اسلام آباده د رياض د توقعاتو په باره کښې په دغه هېواد کښې شکونه او اندېښنې له مخکې نه لا زياتې کړي.
عمران خان په داسې حال کښې چې اعتراف يې کړے دے چې له پاکستان سره د چين د مرستو د پېکج ارزښت د سعودي د مرستو له پېکجه ډېر غټ دے او تراوسه د بيجنګ لخوا له هيڅ هېواد سره په دومره اندازه مرسته نه ده شوې خو د چين د مرستو د تفصيلاتو د نه بيانولو خبره يې ونه کړه او يوازې د سعودي د مرستو د تفصيلاتو په محرمانه او پټ پاتې کېدو يې تاکيد کړے دے.
که څه هم د پاکستان وزيراعظم خيال کوي چې د سعودي د مرستو د تفصيلاتو د نه وړاندې کولو په اعلانولو سره به دا مسئله د خلقو، رسنيو او ګوندونو له پامه اوځي خو پکار دي دې ته هم پاملرنه وشي چې د عمران خان دغه موقف په دې اړه حساسيتونه زياتولې شي.
د نورو هېوادونو لپاره د هم هغه شان توقع د وړاندې کولو په دليل د سعودي د مرستو د تفصيلاتو د نه اعلانولو په باره کښې د عمران خان کمزوري دليل ته په پام سره د دغه هېواد په رسنيو کښې او د حزبي شخصيتونو ترمېنځ د پاکستان په وزيراعظم د نيوکو د يوې نوې مرحلې شروع کېدل له ذهنه لرې خبره نه ده.
دا اټکل موجود دے چې له پاکستان سره د سعودي د مرستو د تفصيلاتو وړاندې کول له دغه هېواد سره د رياض د مرستو د مسئلې په باره کښې د لا زياتو جنجالونو سبب کېدې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي