برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عراق د خپل هیواد خاوره د ګاونډیانو خلاف نه استعماله وی

آریانانیوز: دیوراپوبه اساس د عراق دفاع وزیر نجاح الشمري پرون د عراق په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي جیمز جیفري په کتنه کښې، د خپل هیواد د امنیتي حالاتو او له داعش ترهګرې ډلې له پاتې عناصرو سره په مقابله کښې د عراق د وسله والو ځواکونو د اقداماتو په هکله د خبرې اترې وکړې.

د ویلو ده چې د امریکې پوځ په ۲۰۱۴ کال کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې په پلمه خپل ځواکونه یوځل بیا عراق ته لیږلې دي.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلې دي چې له عراقه د خپلو ځواکونو د ایستلو نیت نه لري.
خو د عراق ډیر خلک، چارواکي او سیاسي ګوندونه په خپل هیواد کښې د امریکايي پوځیانو د شتون مخالف دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي