برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عارف علوي د پاکستان ولسمشر وټاکل شو

آریانانیوز: د پاکستان تحريک انصاف ګوند نوماند عارف علوي په پارلمان، مشرانو جرګې او څلور واړو ايالتي جرګو کې د ولسمشرۍ رايې وګټلې او د اپوزيسيون دوو کانديدانو ته يې ماتې ورکړه.


د ولسمشرۍ لپاره دغه ټاکنې نن سهار له لس بجو د مازديګر تر څلور بجو روانې وې او د غیر رسمي پايلو له مخې عارف علوي دغه ټاکنې وګټلې، ورپسې د مسلم ليګ نواز او متحده مجلس عمل په شمول د نورو اپوزيسيون ګوندونو نوماند مولانا فضل الرحمن په دوهمه درجه او د پيپلز ګوند نوماند اعتزاز احسن درېيمه درجه کې راغی.
په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې عارف علوي ۲۱۲، فضل الرحمن ۱۳۱ او اعتزاز احسن ۸۱ رايې ترلاسه کړي دي.
د پنجاب ايالتي جرګې د ۳۵۴ وکيلانو څخه ۳۵۱ خپلې رايې وکارولې، چې په پایله کې يې عارف علوي ۱۸۶، مولانا فضل الرحمن ۱۴۱ او اعتزاز احسن شپږ رايې ترلاسه کړې او اتلس رايې باطلې اعلان شوې.
د خیبر پښتونخوا په ۱۱۲ ايالتي وکيلانو کې ۱۱۱ هغو خپلې رايې وکارولوې، چې عارف علوي په کې ۷۸، فضل الرحمن ۲۶ او اعتزاز احسن ۶ رايې ګټلي دي.
د سند ايالتي جرګې کې اعتزاز احسن ۱۰۰، عارف علوي ۵۶ او فضل الرحمن يوه رايه ګټلې ده.
همدارنګه په بلوچستان ايالتي جرګې کې د شپېتو رايو څخه عارف علوي ۴۵، مولانا فضل الرحمن ۱۵ رايې ګټلي او د پيپلز ګوند د وکيلانو د نه شتون له امله اعتزاز احسن يوه رايه هم نه ده ګټلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي