برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

پر اقصی جومات د صهیونیسټی پوځیانو برید په اړه د ترکیې غبرګون

آریانانیوز: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر مسجد الاقصی باندې د اسراییلي پوځیانو برید په کلکه غندي...


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې انقرې په دې جومات برید په کلکه غندي او د اسراییلو برید پر مسلمانانو زیارتونو رد کوی.

د المیادین خبري شبکې مخکې خبر ورکړی و چې اسراییلي اردو د اقصی جومات په بې احترامي کولو او د هغې په ننوتلو سره یو شمیر فلسطیني لمونځ کونکي ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې اسراییلي ځواکونو د اقصی جومات ته له ننوتلو وروسته غږیز بمونه او اوښکي ګازونه ویشتلي او ګڼ شمیر فلسطیني لمونځ کونکي یې ټپیان کړي دي.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړ چې د لومړنیو احصایو له مخې لږترلږه 10 فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو لخوا په مسجد اقصی کې په عبادت کونکو په یوه سخت برید کې ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي